د ایران او چین ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې ګواکې د ایران په وروستیو بریدونو کې د اسرائيلو لومړی وزیر «بنيامين نتنیاهو» وژل شوی دی. د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته، یو شمېر سیاسي شنونکو او ژورنالستانو هم ورته اټکلونه مطرح کړي او ویلي یې دي، چې اسرائيلي چارواکو اوږده چوپتیا دا ګومان پیاوړی کوي چې ښايي په یادو بریدونو کې نتنیاهو وژل شوی وي. سره له دې، تر اوسه اسرائیلو او نورو رسمي سرچینو د دغو ادعاوو په اړه کوم کره او څرګند دریځ نه دی اعلان کړی او نه یې د یاد خبر پخلی یا رد کړی دی.



