یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا کې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریون شوی

د امریکا متحدو ایالتونو په واشنګټن ښار کې یو شمېر افغانان د اعتراض په پار راټول شوي وو او پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه یې وغندل. اعتراض کوونکو پر افغانستان د پاکستان د هوایي بریدونو د درولو غوښتنه کوله. لاریونوالو د پاکستان په بریدونو کې د ماشومانو په ګډون د ولسي وګړو مرګ ژوبله له نړيوالو قوانينو سرغړونه وبلله او پر نړيواله ټولنه یې غږ وکړ چې پاکستان دې د ولسي وګړو له مرګ ژوبلې راوګرځوي. د لاریون یو ګډونواله لېمه وایي: « کوم ظلم چې پاکستان شروع کړی، ماشومان وژني ، ښځې وژني او د تروریست په بهانه دا کار کوي، نو راغلي یو چې، نړیوال ولې چوپ دي نو پاکستان د تروریست پر ځای ماشومان او ملکیان وژني.» د لاریون یو بل ګډونوال بلال منګل وایي: « پاکستان چې کوم بریدونه کوي، دا ټول په نړیوالو قوانینو کې جرم دی، پاکستان چې د تروریست په نوم پر افغانانو کوم بریدونه کوي، تروریست خپله په پاکستان کې دی.» د امریکا سربېره‌ په وروستيو ورځو کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې افغانانو د پاکستان هوايي‌ بریدونو پر ضد لاریونونه کړي دي. د پاکستان هوايي‌ بریدونو کې د لسګونه ولسي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي، خو بل لورته بیا پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د ملاتړو هدفونه یې په نښه کړي په داسې حال کې چې ټول یې ملکیان په نښه کړي. پاکستان تل تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو په ګډون وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې پر دوی بریدنه کوي؛ خو د طالبانو حکومت بيا دا تورونه ردوي. د طالبانو د حکومت چارواکي وايي‌ هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

- Advertisment -spot_img