د افغانستان د المپیک او بدني روزنې ادارې مسئولينو خبر ورکړی، چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله به له نهو کلونو ځنډ وروسته یو ځل بیا د قزاقستان په کوربهتوب د «کوک پار» نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي. په دوی کې ۱۲ چاپ اندازان او ۳ د مدیره پلاوي غړي شامل دي. د یادې ادارې د رئیس احمد الله وثیق په وینا، دغه سیالۍ به د روانې میلادي میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۱مې به دوام وکړي. وثیق زیاته کړې، چې په دغو سیالیو کې به د افغانستان تر څنګ د نهو هېوادونو لوبډلې برخه واخلي. دغو لوبو کې نورې لوبډلې د چین، قزاقستان، هنګري، منګولیا، ازبيکستان، روسیې، تاجيکستان او ترکیې هېوادونو دي. وزلوبه یا کوک پار د منځنۍ اسیا او افغانستان دودیزه لوبه ده، چې په وروستیو کلونو کې یې نړیوالې سیالۍ هم جوړېږي.



