شنبه, مارچ 14, 2026
شنبه, مارچ 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

زرداري: طالبان له “سرې کرښې” اوښتي

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي، د طالبانو حکومت پر دوی ” د سطحي ډرونونو” په برید سره ” له سرې کرښې تېر شوی دی”. فرانس پریس نن شنبه د زرداري په حواله دغه خبره کړې او ویل شوي، چې پر اسلام اباد د افغانستان له لوري ډرون بریدونه پوځي تاسیساتو ته له رسېدو مخکې شنډ شوي دي. د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې د ډرونونو د ټوټو له امله په کوټه، کوهاټ او راولپڼدۍ کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۳ ملکیان ټپيان شوي دي. بلخوا بیا د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې چې تېر ماښام یې د اسلام اباد په فیض اباد کې د ” حمزه” په نوم پوځي تاسیسات په نښه کړي دي. له دغه برید وروسته پاکستاني رسنیو د اسلام اباد هوایي ډګر د فعالیتونو د لنډمهاله درېدو خبر هم خپور کړ. د طالبانو د حکومت دفاع وزارت دغه راز ویلي چې نن سهار یې کونړ او ننګرهار کې د کرښې هغې غاړې ته د پاکستاني پوځیانو یوه پوسته نیولې او ۱۴ پوځیان یې وژلي دي.

- Advertisment -spot_img