ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییل او امریکا له لوري د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۳ ته لوړ شوی. ایراني رسنیو نن د شنبې ورځ په راپورونو کې دا خبره کړې ده. سرچینو ویلي، چې همدارنګه دغه جګړه کې ۲۰۰ امریکايي نظامیان ټپیان شوي هم دي، چې د ۱۰ هغو وضعیت نازک ښودل شوی دی. ایراني رسنۍ داسې مهال دا راپورونه خپروي، چې د امریکا پوځ تېره ورځ وویل، د عراق په لوېدیځ کې د غورځېدلې امریکایي KC-135 پوځي الوتکې ټوله عمله چې ۶ سرتیري په کې سپاره وو، وژل شوي دي. رویټرز خبري اژانس د امریکا د مرکزي قوماندې سینټکام په خبره دا راپور ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې دغه الوتکه د دښمن د ډزو له امله نه ده راغورځول شوې. راپور کې ویل شوي چې پېښه تر څیړنې لاندې ده. دا راپورونه داسې مهال ورکول کېږي، چې هممهاله د اسرائیل ـ امریکا او ایران ترمنځ جګړه شدیده روانه ده او هر لوری خپل مقابل لوري ته د درنې مرګ ژوبلې او زیان اړولو ادعاوې کوي.



