نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، امریکا د ایران مذهبي مشر په ګډون په لسو مهمو ایراني مشرانو ۱۰ میلیون ډالره جایزه اعلان کړه. امریکا ویلي، هر هغه چا چې د دغو کسانو په اړه مالومات ورکړل هغه امریکا ته د تللو چانس هم لري. په دغو کسانو کې مذهبي مشر مجتبی خامنه اي، د استخباراتو مشر اسماعیل خطیب، د مذهبي مشر ستر سلاکار علي لاریجاني، پوځي مرستیال او ځینې نور نظامي مشران شامل دي. په ورته مهال د امریکا دفاع وزیر ویلي، اوسنی مذهبي مشر په تېرو بریدونو کې ټپی شوی او وروستۍ اعلامیه یې متني نشر شوې. امریکا پر ایران تر بمباریو وروسته ویلي و، د واشنګټن له خوښې پرته د مذهبي مشر واکمني به د ډېرې مودې لپاره نه وي.



