راپورونه وایي د ایران د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د ځینو غړو د پناه غوښتنې له امله ستونزه رامنځته شوې ده. د راپورنو له مخې، ویل کېږي د لوبډلې د تخنیکي کارکوونکو یوه غړې، زهرا سلطان مشککار، هڅه کوي لوبغاړې قانع کړي، چې له پناه غوښتنې تېرې شي او بېرته ایران ته ستنې شي. د معلوماتو له مخې، په اسټرالیا کې د اسیا د ښځو جام سیالیو پر مهال د ایران د فوټبال څو لوبغاړو د پناه غوښتنه کړې ده. په دې وروستیو کې د لوبډلې د وسایلو مسئوله او یوه لوبغاړې هم د پناه غوښتونکو له ډلې سره یوځای شوې دي. راپورونه وایي د لوبډلې پاتې غړي وروسته مالیزیا ته لېږدول شوي او دا مهال د کوالالمپور په یوه هوټل کې تر څار لاندې ساتل کېږي. ویل کېږي خبریالانو ته د ورننوتو اجازه نه ورکول کېږي او د ځینو لوبغاړو موبایلونه هم ترې اخیستل شوي دي. دا ستونزه وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د ایران د ښځینه فوټبال لوبغاړو د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ملي سرود له ویلو ډډه وکړه.



