اسرائیلي پولیسو ویلي چې په ریشیون لېتسیون ښار کې د ایران د توغندیو د لګېدو اووه ځایونه پېژندل شوي دي. اسرائیلي چارواکي وايي، ښايي دا د هغو توغندیو د ټوټو له امله زیانمن شوي وي، چې د جمعې په ماښام توغول شوي وو. اسرائیل هم د پاکستان په شان نه غواړي د خپل مقابل لوري پر بریدونو په زغرده اعتراف وکړي. د اسرائیلي پولیسو په وینا، په دغو سیمو کې څو موټرو اور اخیستی او د ژغورنې ډلې او د ملکي دفاع ټیمونه سیمې ته استول شوي دي. راپورونه ښيي چې په دې برید کې څوک ټپي شوي نه دي. اسراییل عموماً د ګاونډي پاکستان په شان د خپلو مرګ ژوبلو حال نه وايي. بل لور ته ایران د اسرائیل پر لور نور توغندي او بېپیلوټه الوتکې هم توغولي دي. همداراز داسې راپورونه خپاره شوي چې د ایران ځینې بېپیلوټه الوتکې د کویت، عراق، متحده عربي اماراتو، بحرین او عمان هوايي حریم ته داخل شوي دي. په همدې حال کې د اسرائیل پوځ اعلان کړی چې په تهران کې یې بریدونه کړي او یوازې د یوې ورځې په ترڅ کې یې د ایران په لوېدیځ او مرکزي سیمو کې تر ۲۰۰ څخه زیات هدفونه په نښه کړي، چې په کې د بالستیک توغندیو لانچرونه، د هوايي دفاع سیستمونه او د وسلو د تولید مرکزونه شامل دي.



