کابل کې بیګاه شپه د پاکستاني رژیم جیټ الوتکو په برید کې ۳ ملکي وګړي شهیدان او ۱۵ نور ټپیان شوي د کابل ښار د ٢١مې ناحیې اړوند د ۲۴م ګذر په ساحه کې د پاکستان پوځي رژیم جیټ الوتکو د برید له امله یو ملکي کور په نښه شوی، چې له امله یې درې تنه عام هېوادوال شهیدان شوي او پنځلس نور ټپیان شوي دي. ځايي سرچینې وایي، دغه برید د استوګنې په یوه کور ترسره شوی او د برید له امله شاوخوا کورونو ته هم زیان رسېدلی دی. د سرچینې پر وینا؛ ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. یاد بريدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې نن تر دې وړاندې د خوست ولايت د عليشېرو–تريزيو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ په بريد کې د يوې کورنۍ څلور ماشومان شهيدان او درې نور ټپيان شوي وو. معتبره سرچینه وايي، چې د پاکستاني پوځ د نن شپې تازه بمبارۍ د ملکي سيمو او خلکو پر ضد ترسره شوې دي او د وضعيت د ارزونې او د احتمالي مرګژوبلې د کره معلوماتو د راټولولو هڅې روانې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې امنيتي ځواکونه د وضعيت د کنټرول او د خلکو د خوندیتوب لپاره چمتووالی نیولی دی. ځايي سرچینې وایي، په پېښه کې زیان ملکي وګړو ته اوښتی او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه لا هم کره جزئیات نه دي ترلاسه شوي.



