جمعه, مارچ 13, 2026
جمعه, مارچ 13, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ناامنۍ له امله په ډېره اسماعیل خان کې ګرځبندیز لګول شوی

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې، چې له ډیورند کرښې لېرې د پنجاب په ګاونډ کې موقعیبت لري، د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله د ۱۴۴ مادې تطبیق اعلان شو چې پر اساس یې په ګڼو سړکونو او حساسو سیمو کې تګ راتګ محدود شوی دی. د ولسوالۍ مرستیال کمیشنر عبدالناصر خان ویلي چې دا محدودیتونه به د سهار له ۶ بجو د ماښام تر ۶ بجو پورې نافذ وي. د دې مودې په جریان کې به په ځینو ټاکلو سیمو کې د مسافر وړونکو موټرو، بار وړونکو لاریو او موټرسایکلونو تګ راتګ په بشپړه توګه منع وي. د اعلان له مخې، له طارق شهید څخه تر بهوګول پورې د ډېره–ټانک سړک تړل شوی دی. همداراز کلاچي–هتھله سړک، کوټ اټل سړک او ګړه عبدالله سړک او ځینې نور مهم سړکونه هم د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي. یو شمېر فرعي لارې هم تړل کېږي، چې پکې ټکوارہ–هتھله سړک، پوټه بدھ، کانوري–ګړه محبت، چهان کلي، درباري او پوټه–کوټ عیسی خان لینک سړک شامل دي. ادارې همدارنګه امر کړی چې پوټه هتھله بازار به هم د سهار له ۶ بجو د ماښام تر ۶ بجو پورې تړلی وي. خو بیړني خدمات لکه امبولانس، د اور وژنې ټیم او د قانون پلي کوونکي ځواکونه له دې محدودیتونو مستثنا دي. د بیړني حالت په صورت کې د پولیسو یا امنیتي ځواکونو په اجازه محدود تګ راتګ ممکن دی. خلکو ته سپارښتنه شوې چې د پېژندنې اسناد له ځان سره ولري او د امنیتي ځواکونو لارښوونې تعقیب کړي. د ادارې په وینا، دا ګامونه د قانون او نظم د ساتلو او د خلکو د امنیت د تأمین لپاره اخیستل شوي دي. د یادونې وړ ده چې ۱۴۴ ماده مخکې هم د همدې ولسوالۍ په ځینو برخو کې د فبرورۍ په ۲۸مه پلي شوې وه. نوې محدودیتونه وروسته له هغې لګول شوي چې پاکستاني ځواکونو د «غزات للحق» په نوم د افغانستان پر ضد عملیات پیل کړي دي، چې هدف یې د هر ډول احتمالي ناوړه پېښې مخنیوی او د خلکو امنیت تضمینول دي. په همدې مهال تازه نښتې وروسته له هغې رامنځته شوې چې پاکستان د افغانستان په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې د ترهګرو په نوم پر ولسي خلکو بریدونه وکړل او په ځواب کې یې افغان ځواکونو د پاکستان پر سرحدي پوستو غچ اخیستونکې حملې وکړې.

- Advertisment -spot_img