د افغانستان یو پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن ښار کې وفات شوی. د خدای بښلي کشتمند ورور اسدالله کشتمند په خپله فیسبوک پاڼه دا خبر تایید کړی دی. کشتمند شاوخوا یوه لسیزه د ببرک کارمل او وروسته د ډاکتر نجیب الله په دوره کې د افغانستان صدراعظم وو. دی لومړنی هزاره توکمی افغان و، چې دې څوکۍ ته رسېدلی و. کشتمند په ۱۹۳۵ کال کې د کابل د چهاردهي ولسوالۍ کې زېږېدلی و. هغه په خپلو خبرو او مرکو کې تل ټینګار کاوه چې د افغانستان د تلپاتې سولې او امنیت لپاره د اقتصاد ښه والی او د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول ډېر مهم دي.



