پنجشنبه, مارچ 12, 2026
پنجشنبه, مارچ 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

چین د تاجیکستان لپاره ۹ سرحدي تاسیسات جوړوي

چین به د تاجيکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله نهه سرحدي تاسیسات جوړ کړي. د منځنۍ اسیا د کیو این اې خبري اژانس د راپور له مخې، د تاجيکستان د پارلمان نن دا موافقه تصویب کړه. د پارلماني جریدې، صدای مردم د راپور له مخې، د دې پروژې هدف د تاجيکستان د سرحدي ځواکونو د تخنیکي او مادي وړتیا پیاوړې کول دي. په دې پروژه کې د داسې ودانیو جوړول شامل دي، چې په عصري تجهیزاتو، څارنیزو سیستمونو، مخابراتي وسایلو او انجینري زېربناوو به سمبال وي. په دې تاسیساتو به، چې په شاوخوا ۱۷ زره مربع متره ساحه کې جوړېږي، نژدې ۴۲۵ میلیونه چینایي یوانه لګېږي. د تاجيکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې لومړي مرستیال مرادعلي رجب زاده ویلي، چې دا بودیجه به د چین د حکومت له خوا په وړیا ډول ورکول کېږي.

- Advertisment -spot_img