پنجشنبه, مارچ 12, 2026
پنجشنبه, مارچ 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پزشکیان د جګړې پای ته رسولو لپاره درې شرطونه وړاندې کړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې او پاکستان له مشرانو سره تر خبرو وروسته له اسراییل او امریکا سره د جګړې پایته رسولو او سولې لپاره درې شرطونه وړاندې کړي. نوموړي پرون ناوخته په ټولنیزه شبکه ایکس کې ولیکل: “د روسیې او پاکستان له مشرانو سره په خبرو اترو کې، ما د سیمه‌ییزې سولې لپاره د ایران ژمنتیا تکرار کړه.” د هغه په ​​وینا، “د دې جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لاره ، چې د صهیونیسټ رژیم او امریکا لخوا پیل شوې وه، د ایران د مشروع حقونو پېژندل، د خسارې ورکول، او د راتلونکي یرغل په وړاندې قوي نړیوال تضمینونه دي.” دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې د ایران پوځي قوماندانانو دمخه د جګړې دوام او په سیمه کې د امریکا او اسراییلو پورې اړوند اهدافو په نښه کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې “هېڅ خبرې اترې به نه وي.” له دې سره ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې جګړه به ډیر ژر پای ته ورسیږي، او د سپینې ماڼۍ ویاند نن ټینګار وکړ، چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د تېلو بیې راټیټې شي. هغه څرګنده کړې، چې جګړه به هغه وخت پای ته ورسېږي کله چې متحده ایالات خپل پوځي اهداف ترلاسه کړي، د ایران د اټومي تاسیساتو او توغندیو صنعت ویجاړول. که څه هم د متحده ایالاتو او اسراییلو په لومړنیو بیانونو کې د رژیم بدلون هم یادونه شوې وه، داسې ښکاري، چې واشنګټن د اوس لپاره له دې هدف څخه شاته شوی دی. تر اوسه پورې، متحده ایالاتو او اسراییلو د پزشکیان وړاندیز او وړاندې شویو شرایطو ته ځواب نه دی ویلی.

- Advertisment -spot_img