د لبنان بیروت ښار کې د اسراییلي پوځ ننني هوايي برید کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي. د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، دغه برید نن سهار مهال د بیروت ښار د ساحلي سیمې «رملېت البیضا» کې شوی. دا د ایران جګړې له پیل راهیسې د لبنان بیروت ښار کې درېیم برید بلل کېږي. اسرائیلو همدارنګه د بیروت پر سویلي سیمو څو ځله بریدونه کړي، چې د اسراییلو پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل، په دغو سیمو کې یې د حزبالله لس هدفونه په نښه کړي دي. ورته وخت کې د اسراییل پوځ هم ویلي چې د چهارشنبې په شپه یې د بیروت ښار په جنوبي سیمو کې د حزبالله پر هدفونو هوايي بریدونه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د لبنان حزبالله ډلې اعلان کړی، چې د اسراییلو پر ضد یې نوي او پراخ پوځي عملیات او بریدونه پیل کړي. حزبالله ویلي، نن سهار یې تلابیب ښار ته نژدې په شاوخوا کې د اسراییلو د پوځ د استخباراتي مرکز پر یوې اډې توغندي وېشتلي دي.



