د طالبانو مرستیال ویاند خبر ورکړی، چې په خوست کې د پاکستان برید پر مهال د يوې کورنۍ اوو غړو ته مرګژوبله اوښتې ده. حمدالله فطرت نن پنجشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د خوست د عليشېر او تريزيو ولسوالۍ اړوند د «صدقو» کلي په «بدرګې ګورګورې» سيمه کې نن سهار وختي شاوخوا څلور بجې د پاکستاني پوځ له لوري د ولسي وګړو پر کورونو او کوچيانو پر خېمو د توپونو او هاوانونو ډزې شوې دي. هغه ډېره کړې، چې په دغو ډزو کې د کوچيانو د يوې کورنۍ يوه ښځه، يو نارينه او دوه ماشومان، چې يوه يې نجلۍ او بل هلک و، شهيدان او درې نور ماشومان ټپيان شوي دي.



