د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ د اسلامي پراختیايي بانک په همکارۍ د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د غالۍ اوبدلو تر ټولو لوی مرکز پرانیست. په دې نوښت کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا راتواتې، ځايي سپین ږیرو او مشرانو هم ګډون درلود. دا مرکز به د ۴۰۰ راستنېدونکو ملاتړ وکړي، چې تر درې برخو زیات یې ښځې دي او هغوی ته به د کار فرصتونه او مسلکي روزنه برابره کړي. د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په دې اړه پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دې مرکز هدف دا دی، چې راستنېدونکي او کوربه ټولنې پیاوړې کړي او له هغوی سره مرسته وکړي څو باثباته او دوامدارې دندې او عایداتي سرچینې بېرته جوړې کړي. د یادې ادارې په وینا، یوازې په تېرو دوولسو میاشتو کې شاوخوا دوه میلیونه افغانان له ایران څخه بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې له امله یې د اقتصادي فرصتونو، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، اړتیا ډېره شوې ده.



