د ایران مذهبي مشر مجتبی خامنهيي ویلي، چې ایران به په هر حالت کې له خپلو دښمنانو څخه د اوښتو زیانونو تاوان ترلاسه کوي او د دې موضوع په اړه به له خپل دریځه شاته نه شي. نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي: «موږ به په هر صورت له دښمن څخه د اوښتو زیانونو تاوان اخلو؛ خو که هغوی د تاوان له ورکولو انکار وکړي، نو موږ به د هغوی له شتمنیو څخه تر هغه حده پورې خپل حق واخلو چې مناسب یې وبولو.» هغه زیاته کړې، چې که د شتمنیو له لارې د تاوان اخیستل ممکن نه وي، نو ایران به د مقابل لوري د ملکیتونو د هماغه ارزښت برابر زیان اړولو ته مخه کړي. د هغه په وینا، د ایران دریځ دا دی، چې د هر ډول تاوان او زیان په بدل کې باید مناسب ځواب ورکړل شي او د هېواد حق باید په هره ممکنه لاره ترلاسه شي. د ایران نوي مذهبي مشر مجتبی خامنهيي، په خپل لومړي پیغام کې ویلي چې ایران پرته له دې چې پر ګاونډیو هېوادونو تېری وکړي، یوازې هغه دښمنې اډې په نښه کړې دي چې له هغو ځایونو څخه پر ایران بریدونه ترسره کېدل. نوموړي ټینګار کړی چې له دې وروسته به هم د اړتیا له مخې همداسې اقدام ته دوام ورکړي.



