د کرملېن چارواکو خبر ورکړی، چې په روسیه کې به د ټلېفون انټرنیټ تر هغو بند وي، څو د خلکو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه شي. کرملین زیاته کړې، چې د انټرنیټ د پرې کېدو له امله پر کاروبارونو او اقتصادي فعالیتونو رامنځته شوې ستونزې به هم وڅېړل شي. د فرانس پرېس د راپور له مخې، په روسیه کې نه یوازې د مبایل انټرنیټ محدود شوی، بلکې پر واټساپ او تلګرام چينلونو هم محدودیتونه لګول شوي، چې دا د انټرنیټي اړیکو د تازه بندیزونو برخه بلل کېږي. په همدې حال کې روسیه هڅه کوي د «مکس» په نوم د ټولنیزو اړیکو یو نوی اپلیکیشن عام کړي، خو منتقدین باور لري، چې روسي چارواکي غواړي د دې کار له لارې پر ټولنیزو شبکو خپل څار زیات کړي.



