پنجشنبه, مارچ 12, 2026
پنجشنبه, مارچ 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

راشد خان د نړیوالو ٢٠ اووره سیالیو غوره توپ اچوونکی شو

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ستوري، راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه‌ بندۍ کې د نړیوالو شل اووره سیالیو د غوره توپ‌ اچوونکو په نوملړ کې لومړی مقام خپل کړی دی. د اعلان له مخې، راشد خان د ۷۵۳ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د یادې درجې په سر کې ځای خپل کړی او د هند له وارون چاکراوارټي او د پاکستان له ابرار احمد مخکې شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي څو ورځې وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د توپ‌ اچوونکو په درجه‌ بندۍ کې هم لومړی مقام ترلاسه کړ. بل لور ته، د ملي لوبډلې بل ستوري، مجیب الرحمن د شل اووریزو سیالیو د غوره توپ‌ اچوونکو په نوملړ کې لسم مقام لري او عظمت‌ الله عمرزي د یو ورځنیو سیالیو د نړۍ د غوره الراونډرانو په نوملړ کې خپل ځای ساتلی دی. په وروستیو میاشتو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې اکثرو لوبغاړو په نړیواله کچه هېواد ته ویاړونه راوړي او ډاډ ورکوي، چې د افغانستان او د ملت خوښیو لپاره به هڅې کوي.

- Advertisment -spot_img