پنجشنبه, مارچ 12, 2026
پنجشنبه, مارچ 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران هندي بېړیو ته له هرمز تنګي څخه د تېرېدو اجازه ورکړې

رویټرز د یوې هندي حکومتي سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې ایران د هند بیرغ لرونکو د تېلو بېړیو ته اجازه ورکړې، چې د هرمز تنګي له لارې تېرې شي. د راپور له مخې، په دې وروستیو کې یو شمېر د تېلو بېړۍ چې د هند پر لور روانې وې، د هرمز له تنګي څخه تېرې شوي او له منځني ختیځ څخه هند ته رسېدلي دي. رویټرز د یوې هندي سرچینې له قوله لیکلي چې د هند او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو تر خبرو وروسته هندي بېړیو ته د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو اجازه ورکړل شوې ده. بل پلو یوې ایراني سرچینې دا ادعا رد کړې، او ویلي یې دي چې د هندي بېړیو د تېرېدو په اړه کوم رسمي تړون نه دی شوی. دا په داسې حال کې ده، چې ایران تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې هېڅ بېړۍ ته به د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو اجازه ورنه کړي.

- Advertisment -spot_img