ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران حکومت سایبري ډلې په اسرائیلو کې د اورګاډي ټول سیسټمونه هیک او غیر فعال کړي دی. سرچینې د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او نه هم اسرائیلي چارواکو او ادارو تر دې دمه په دې اړه څه ويلي دي. ياده دې وي، چې د ايران هیکرانو تر دې وړاندې هم اسرائیلو کې د ګڼو عامه سیسټمونو سربېره ان د چارواکو او مهمو څېرو ځيرک ټيليفونونه هم هیک کړي و.



