د ازبيکستان د کانونو، صنعت او جیولوژۍ وزارت خبر ورکړی، د ازبکستان بهرنی جیولوژي شرکت د افغانستان په شمال کې د ګازو او تېلو پر دریو سیمو څېړنې پیل کړي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تخنیکي ټیمونو یې درې بلاکه تازه د فاریاب ولایت په احمداباد ، محمد جان ډګر او شمر سیمو کې موندلي او ښايي ژر به یې د څاه ګانو کېندل پیل شي. د معلوماتو له مخې نوموړی شرکت به پر شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره مربع سیمه کې خپلې لومړنۍ څېړنې پیل کړي، چې موخه یې د تېلو او ګازو له لټون سربېره د مسو او وسپنو زیرمو پېژندل هم دي. د افغانستان او ازبيکستان ترمنځ د شوي تړون له مخې، د تېلو او ګازو برخه کې د نوې موندنې پر مهال ازبيک شرکت ته کاري لومړیتوب ورکول کېږي. دا پروژه د ازبيکستان دویمه هڅه ده، چې په افغانستان کې یې د تېلو او ګازو د زیرمو د لټون لپاره ترسره کوي. دغه هېواد تېر کال هم د فاریاب ولایت توتیمایدان سیمه کې ورته پروژه پیل کړې وه.



