د جرمني صدراعظم فردریش مرتز په تازه څرګندونو کې ویلي، اندېښمن دی، چې امریکا او اسراییل د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره هېڅ پلان نه لري. نوموړي دغه څرګندونې په برلین کې د چک له صدراعظم سره په کتنه کې کړې دي. د هغه په خبره یوه اوونۍ کېږي، چې امریکا او اسراییلو له ایران سره په جګړه کې ښکیل دي او د هرې ورځې په تېریدو سره په دې اړه پوښتنې په زیاتیدو دي.



