چهارشنبه, مارچ 11, 2026
چهارشنبه, مارچ 11, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لبنان کې د اسراییلو د برید پرمهال ۱۰کسان وژل شوي

د لبنان رسمي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اسراییلو په یوه هوايي برید کې د دغه هېواد په ختیځ کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي. د راپور له مخې، دا برید د لبنان د بعلبک ولسوالي اړوند د تمنین التحتا په سیمه کې پر یوې هستوګنیزې ودانۍ شوی دی. د لبنان د ملي خبري اژانس په وینا، یاد کور کې یو سوریایۍ کورنۍ هستوګنه وه او د برید پرمهال ملکي وګړي په کې مېشت وو. تراوسه د پېښې په اړه د تلفاتو د هویت او د ټپیانو د وضعیت په اړه نور جزئیات نه‌دي خپاره شوي او د اسراییلو له لوري هم په دې اړه رسمي څرګندونې نه‌دي شوې.

- Advertisment -spot_img