چهارشنبه, مارچ 11, 2026
چهارشنبه, مارچ 11, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرېکټ سیالیو لړۍ وځنډېده

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د مارچ په ۱۳مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي، د سیمې د امنیتي وضعیت له امله ځنډول شوې ده. کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د الوتنو محدودیتونه او نورې عملیاتي ستونزې سبب شوي، چې دا سیالۍ د پلان له مخې ترسره نه شي. متحده عربي اماراتو نن هم اعلان وکړ، چې دوبۍ نړیوال هوايي ډګر ته د یوې ایرانۍ بې پېلوټه الوتکې د ټوټو د غورځېدو له امله څلور تنه ژوبل شوي دي. د افغانستان او سریلانکا ترمنځ سیالیو، چې ټاکل شوې وه په لومړي ځل د افغانستان په کوربتوب ترسره شي، شپږ لوبې درلودې: درې نړیوالې شل اوریزې (T20) او درې نړیوالې یو ورځنۍ (ODI) مسابقې. ټاکل شوې وه، چې شل اووریزې لوبې د مارچ په ۱۳، ۱۵ او ۱۷مه د شارجې په لوبغالي کې ترسره شي او وروسته درې یو ورځنۍ لوبې د مارچ په ۲۰، ۲۲ او ۲۵مه د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې ترسره شي. د کرېکټ بورډ په وینا، د متحده عربي اماراتو د کرېکټ بورډ له موافقې وروسته د سیالیو د ترسره کېدو لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی و، خو د مارچ د پیل وروستیو تحولاتو د سفر او لوژستیکي چارو په برخه کې ستونزې پیدا کړې. بورډ زیاته کړې، چې له وروستۍ پرېکړې مخکې له ټولو اړخونو، په ځانګړي ډول د اماراتو کرېکټ بورډ او د لوبغالو له مسئولینو سره سلا مشورې شوې وې. په پای کې، د شرایطو د نه ښه کېدو له امله پرېکړه وشوه، چې دا سیالۍ وځنډول شي. دا پرېکړه د سریلانکا کرکټ بورډ په همغږۍ شوې او ټاکل شوې، چې د سیالیو نوې نېټه وروسته اعلان شي. د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې امارات لا هم د دې سیالیو د ترسره کېدو غوره ځای دی او ښايي د سیالیو نوې نېټه د ۲۰۲۶ م کال په وروستیو درې میاشتو کې اعلان شي. بورډ ټینګار کړی، چې په مناسب وخت کې د دغو سیالیو د ترسره کېدو او له سریلانکا سره د کرېکټ د همکاریو د دوام لپاره ژمن دی. د افغانستان ټیم، د کرېکټ د نړیوالې شورا د دایمي غړیو په منځ کې یوازینۍ لوبډله ده، چې له سترو ټیمونو سره د مسابقو خورا لږ چانس مومي.

- Advertisment -spot_img