د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي، چې د ۲۰۲۵ م کال د نومبر له لومړۍ نېټې تر ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۳۱ پورې، په افغانستان کې ۲۶۶۰ امنیتي پېښې ثبت شوې، چې د تېر کال په پرتله ۲۷.۸سلنه زیاتوالی ښيي. په دغه موده کې د طالبانو د مخالفې ډلې فعالیتونه زیات شوې، چې په دې موده کې د افغانستان د آزادۍ جبهې او د ملي مقاومت جبهې د طالبانو پر ضد ۳۶ بریدونه ترسره کړي، چې ۱۴ پېښې یې د ملګرو ملتونو له خوا تایید شوې دي. دغه بریدونه په بدخشان، بلخ، فاریاب، هرات، کونړ، کندوز، کابل، کندهار، لوګر او پنجشیر ولایتونو کې ترسره شوي او په کې د راکټ، نارنجک او ډزو پېښې شاملې وې. دغه راز کابل کې د داعش ډلې له لوري په چینایي رستورانت برید ثبت شوی، چې د داعش د فعالیت دوام ښيي. په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران سره په کندهار، نیمروز، خوست، پکتیکا، کونړ او ننګرهار کې سرحدي شخړې رامنځته شوي، چې ځینې وختونه په کې د درنو وسلو او هاوانونو کارول شامل وو. همدارنګه په غزني، کندهار، خوست، میدان وردګو، پنجشیر او پکتیکا ولایتونو کې د بې پيلوټه الوتکو او هوایي بریدونو فعالیتونه ثبت شوي دي. د ۲۰۲۵ م کال د نومبر په ۴مه، د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي)یو لوړپوړي قوماندان په ننګرهار کې په یو بې پيلوټه برید کې وژل شوی دی. په همدې موده کې ۴۷ امنیتي پېښو مستقیمآ د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو اغېز کړی، پداسې حال کې چې تیر کال ۴۲ پېښې ثبت شوې وې. روان تاوتریخوالي او امنیتي بریدونو راپور ته تر اوسه طالبانو رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی، په داسې حال کې چې د وسله والو ډلو بریدونه، د داعش فعالیت او سرحدي شخړې دوامدارې روانې دي.



