په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والتز، د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې واشنګټن که څه هم د دوحې په بهیر کې ګډون کوي، خو د طالبانو د نیتونو په اړه، چې ایا بدلون به وکړي او د افغانستان نړیوالو ژمنو ته به درناوی وکړي که نه، جدي شک لري. هغه ويلي، «د طالبانو کړنې د بد نیت څرګندونه کوي او دې کارونو موږ په دې اړه ډېر شکمن کړي یوو، چې هغوی به خپل نړیوال تعهدات پوره کړي او که به د افغانستان نړیوالو مسئولیتونو ته درناوی ونه کړي.» هغه زیاته کړې: «دا اندېښنه بې له شکه د دوحې بهیر ته هم غځېږي. که څه هم متحد ایالتونه لا هم په دې بهیر او د هغه په کاري ډلو کې ګډون کوي، خو موږ د طالبانو پر نیتونو شک لرو. موږ نشو کولی له داسې یوې ډلې سره باور جوړ کړو چې لا هم بېګناه امریکایان بندیان ساتي او د افغان خلکو اساسي اړتیاوې له پامه غورځوي.» په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والتز، د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه ویلي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو څلور اوږده او دردناکه کاله تېر شوي او د حیرانتیا خبره نه ده چې د دې هېواد وضعیت ډېر خراب دی. هغه ټینګار وکړ، چې طالبانو پر افغان خلکو پرلهپسې سختۍ او کړاوونه تپلي او هغوی یې له خپلو بنسټیزو حقونو بېبرخې کړي دي. د امریکا استازي زیاته کړې، چې پر ښځو او نجونو لګېدلي «د نه منلو وړ او کرکجن» محدودیتونه په افغانستان کې د بشري ناورین او اقتصادي کړکېچ لامل شوي دي. د والتز په وینا، په داسې حال کې چې ګڼ هېوادونه د افغانستان له خلکو سره د مرستو رسولو هڅه کوي، طالبانو د «یرغمل نیونې د ډیپلوماسۍ» په دوام او د ښځینه کارکوونکو د فعالیتونو په مخنیوي سره د ملګرو ملتونو د پروګرامونو د پلي کېدو مخه نیولې ده. هغه دا کړنې د بد نیت پر بنسټ وبللې او ټینګار یې وکړ چې واشنګټن د طالبانو د بدلون او د نړیوالو ژمنو د درناوي په اړه جدي شکونه لري. د امریکا استازي همدارنګه څرګنده کړې، چې متحد ایالتونه د هغې ډلې په اړه مثبت نظر نه لري، چې یو بېګناه امریکايي یې بندي ساتلی دی. هغه زیاته کړه که طالبانو د هېواد نیمایي نفوس له لومړنیو حقونو بېبرخې کړی نه وای، نو ښايي د نړیوالې ټولنې له لوري افغانستان ته لا ډېرې مرستې رسېدلې وای.



