په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت د غځولو په اړه د بحثونو پر مهال پر طالبانو سختې نیوکې وکړې او هغوی یې په “یرغمل ډیپلوماسۍ” تورن کړل. امریکایي استازي په امنیت شورا کې وویل، کله چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د حضور پر غځولو خبرې کېږي، باید دا حقیقت هېر نه شي چې طالبان له بشري مرستو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هغه په خپله خوښه مهاروي. نوموړي زیاته کړه چې دغه ډله لا هم په بې رحمۍ سره د افغان مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کوي او اجازه ورکوي چې عام ولس له سختو کړاوونو سره مخ شي. واشنګټن ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د ماموریت غځول باید د افغان ولس د ملاتړ او پر طالبانو د فشار راوړلو په موخه وي ترڅو هغوی خپلو نړیوالو ژمنو ته غاړه کېږدي.



