یو شمېر سرچینو افغانستان ته د خبرو لپاره د پاکستاني پلاوي له رسېدو خبر ورکړی دی. د معلوماتو له مخې د دغه پلاوي مشري د دغه هېواد د یني عالم فضل الرحمن کوي. ټاکل شوې دغه پلاوی دمګړۍ د پاکستان او طالبانو ترمنځ د روانو نښتو او کړکېچ د کمولو لپاره د لومړي پړاو خبرې اترې پیل کړي. پاکستاني پلاوی داسې مهال کابل ته سفر کوي چې شاوخوا دوه اوونۍ وشوې چې طالبانو له پاکستاني پوځیانو سره نښتې پیل کړې. طالبانو د پاکستاني پوځیانو پر ضد ورسته له هغه د غچ اخیستونکو علمیاتو د پیل اعلان وکړ، چې د تېرې جنورۍ په ۲۲مه پاکستاني رژیم جلالاباد کې پر یو کور هوايي برید وکړ چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ تنه ملکي وګړي په کې ووژل شول. د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتو کې دواړو خاوو د مرګژوبلې اړولو ادعا کوله، خو پاکستان د دغې جګړې پر مهال د افغانستان پر ګڼو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل چې زیات شمېر قربانیان یې ملکیان وو. د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) د راپور په حواله ویل شوي چې د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۵مې پورې د پاکستان په بریدونو کې ۵۶ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپیان شول، چې شاوخوا ۵۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.



