امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې افغانستان یې په رسمي ډول د هغو هېوادونو په لست کې شامل کړی چې “ناحقه نیونې” ترسره کوي. د امریکا بهرنیو چارو وزیر په یو سخت بیان کې ویلي چې طالبان لا هم د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره له ترهګریزو تکتیکونو او د بهرنیو وګړو له نیولو کار اخلي. هغه زیاته کړه: «دغه ډول تکتیکونه به د امریکا د اوسنۍ ادارې پر وړاندې هېڅکله کار ورنه کړي.» نوموړي په ځانګړي ډول د امریکایي وګړو ډینس کویل، محمود حبیبي او نورو هغو کسانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې په غیر عادلانه ډول بندیان دي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت په وینا، طالبان باید ژر تر ژره ټول امریکایي بندیان خوشې کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په دې وروستیو کې د بندیانو د تبادلې او د امریکایي وګړو د برخلیک پر سر ناندرۍ زیاتې شوي، د “ناحقه نیونو د ملاتړي” په توګه د افغانستان نوملړ ته داخلول په حقیقت کې پر دغه هېواد د نویو سیاسي او ډیپلوماټیکو بندیزونو مانا لري.



