د راپورونو له مخې، په کینیا کې د څو ورځو سختو ورښتونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۴۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی. الجزیرې نن په یوه راپور کې ویلي چې له جمعې ورځې راهیسې د کینیا هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو له امله ناڅاپي سېلابونه راغلي دي. د کینیا د عامه خدمتونو او ځانګړو پروګرامو چارواکو خبریالانو ته ویلي چې پولیسو تر اوسه د ۴۲ کسانو مړینه ثبت کړی چې له دې ډلې یې ۲۶ کسانو په پلازمینې نایروني کې ژوند له لاسه ورکړی دی. پولیسو ویلي، د یاد هېواد په څو نورو ولایتونو کې هم د مړیني پېښې ثبت شوې دي او بارانونو په ډېرو سیمو کې د خلکو ژوند ګډوډ کړې او ټرانسپورټي تګ راتګ یې اغېزمن کړی دی. په راپور کې راغلي چې د یاد هېواد په پلازمېنې نایروبي کې اوبو ټیتې سیمې لاندې کړي او کورونه یې ویجاړ کړي دي.



