د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران نوي مشر مجتبی خامنه اي ته د مبارکۍ پیغام ورلیږلی دی. هغه نن دوشنبې د مبارکۍ په پیغام ویلي،”روسیه د ایران لپاره د باور وړ شریک و، او وي به”. د پوتین په ټکو،” په داسې حال کې چې پر ایران تېری شوی، په دغه لوړ مقام ستاسې ټاکنه زوړتیا او فداکاري غواړي”. پوتین د نړۍ له لومړنیو ولسمشرانو دی، چې د ایران نوي ټاکل شوي مشر مجتبی خامنه اي ته مبارکي ورکوي. د ایران د خبرګانو شورا پرون یکشنبې ناوخته د ایران د مخکيني مذهبي مشر ایات الله علي خامنه زوی مجتبی خامنه اي د ایران د مشر په توګه وټاکه. بل پلو د ایران د نوي مشر په توګه د مجتبی خامنه ای ټاکل کېدو په کور د ننه او بهر کې غبرګونونه ښودلي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوسه را پارولې او ویلي یې دي، “و به ګورو چې څه کیږي”. ټرمپ مخکې خبرداری ورکړی و، که چیرته ایران د نوي مشر په ټاکلو کې لومړی د هغه تایید ترلاسه نشي، نو نوی مشر به “ډیر وخت دوام ونه کړي”. بل پلو، چین بیا د ایران په چارو کې د امریکا او اسراییلو له هر ډول مداخلې سره مخالفت څرګند کړی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګایو جیاکون نن دوشنبې ویلي، “پکن د ایران په کورنیو چارو کې د نورو هېوادونو له هر ډول مداخلي سره چې په هره بهانه وي، مخالف دی او باید د ایران امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام وشي”. له ایرانه پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د نوي مشر د ټاکلو کیدو له اعلان وروسته د حکومت پلویان د “الله اکبر” نارې وهي، په داسې حال کې چې د تهران په ځینو سیمو کې خلک “مرګ پر مجتبی” شعارونه ورکوي.



