سه شنبه, مارچ 10, 2026
سه شنبه, مارچ 10, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نړۍ دې له افغان ښځو سره د طالبانو جنسیتي تبعیض په رسمیت وپېژني

د نوبل سولې جایزې ګټوونکې ملالې یوسفزۍ په ملګرو ملتونو کې د وينا پر مهال د افغان نجونو د زده کړو او د کار حق په اړه هم غږ پورته کړی دی. نوموړې ويلي، داسې نشي کېدای چې د نړۍ په يوه برخه کې دې د ماشومانو او بشري حقونو خبره کېږي، خو په بل ځای کې دې له پامه غورځول کېږي. نوموړې په ايران کې د يو ښوونځي د هدف ګرځول شويو نجونو يادونه هم کړې او ويلي يې دي: «زه په ايران کې هغو کورنيو ته، چې لوڼې يې ښوونځي ته ولاړې، خو بېرته ستنې نشوې. په غزه کې هغو ماشومانو ته، چې پلرونو د ويجاړو شويو ټولګيو تر دېوالونو لاندې خښې کړې او افغان نجونو ته، چې پنځه کاله د طالبانو د جابر رژيم تر ظلم لاندې ژوند کوي، ډېره غمجنه يم.» ملاله یوسفزۍ زياتوي، افغان طالبانو يو داسې سيستم رامنځته کړی، چې ښځې او نجونې يې له زده کړو، کار او ټولنيز ژوند څخه حذف کړې دي: «دا جنسيتي اپارتايد دی او نور وخت رسېدلی دی، چې نړۍ يې په رسميت وپېژني او د پای ته رسېدو لپاره يې اقدام وکړي. خبرې نجونې نشي ژغورلی، مګر قانون، حساب ورکول او سياسي زړورتيا دغه کار کولی شي.»

- Advertisment -spot_img