د جرمني د یوې مشهورې ورځپاڼې د راپور له مخې، زرګونو امریکایي وګړو یو غوښتنلیک لاسلیک کړی چې پکې غوښتنه شوې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کوچنی زوی بارون ټرمپ دې د پوځ خدمت ته واستول شي او که جګړه رامنځته کېږي نو ایران ته دې د جګړې لپاره ولېږل شي. د راپور له مخې، دغه غوښتنلیک وروسته له هغه خپور شو چې د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي. د غوښتنلیک لاسلیک کوونکي وایي که جګړه کېږي او عادي خلک پوځ ته استول کېږي، نو د سیاسي مشرانو د کورنیو غړي هم باید د نورو خلکو په څېر پوځ ته ولاړ شي. تر اوسه د بارون ټرمپ او د هغه د پلار ډونالډ ټرمپ له لوري د دې غوښتنې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.



