دوشنبه, مارچ 9, 2026
دوشنبه, مارچ 9, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ترکیې سمندر کې د کښتۍ ډوبېدو له امله د ۱۴ افغان کډوالو مړینه

ترکي چارواکو خبر ورکړی، چې د ايتاليا ښار په سمندر کې د ناقانونه کډوالو د لېږد یوه کښتۍ ډوبه شوې،چې له امله لږ تر لږه ۱۴ تنه افغان کډوال مړه شوي دي. د ریانووستي د راپور له مخې، ځايي چارواکو ویلي چې دا کښتۍ د دوشنبې په سهار د دمره سیمې ساحل ته نږدې لیدل شوې وه. د هغوی په وینا، د کښتۍ ټوله سپرلۍ د افغانستان کډوال وو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي. د ځايي چارواکو د خبرپاڼې پر بنسټ، د ساحلي ساتونکو ځواکونو هڅه وکړه چې دا کښتۍ ودروي؛ خو کښتۍ د تېښتې پر مهال تېز حرکتونه وکړل او د ساحلي ساتونکو له کښتۍ سره ټکر شوه، چې له امله يې یو شمېر سپرلۍ سمندر ته ولوېدې. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي دي. چارواکو همدارنګه ویلي چې ۱۴ نور کډوال نیول شوي او اووه تنه د ساحلي ساتونکو له خوا ژغورل شوي دي. د ترکیې د چارواکو په وینا، پاتې کسان ساحل ته لېږدول شوي او ځینو ته یې روغتیايي مرستې هم برابرې شوې دي. ځايي چارواکو زیاته کړې چې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل شوې دي.

- Advertisment -spot_img