دوشنبه, مارچ 9, 2026
دوشنبه, مارچ 9, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په هر اړخیزه توګه د افغان مېرمنو په نه خونديتوب د ملګرو ملتونو اندېښنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وايي چې په افغانستان کې ښځې د نارینه‌و په پرتله نږدې څلور چنده لږ، رسمي عدلي او قضايي مېکانېزمونو ته لاسرسی لري، چې دا چاره د عدالت په برخه کې د لویې تشې ښکارندویي کوي. د یوناما له خوا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د مارچ په ۸مه خپرو شویو موندنو کې ویل شوي چې، په افغانستان کې ډېری ښځې خوندي او اغېزمنو لارو ته لاسرسی نه لري څو خپل حقوق وغواړي، د تاوتریخوالي پر وړاندې خوندیتوب ترلاسه کړي او یا هم د سرغړونکو پر ضد عدالت وغواړي. د راپور له مخې، دا وضعیت د هغو محدودیتونو له امله لا پسې سخت شوی چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د حاکمو چارواکو له خوا پر ښځو لګول شوي دي. په افغانستان کې د یوناما مشرې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې استازې جورجیت ګګنون ویلي: «کله چې د ټولنې لویې برخې د شخړو د حل او یا د خوندیتوب د غوښتلو پر مهال له خنډونو سره مخ شي، نو د ادارو پر وړاندې باور کمزوری کېږي او خلک او ټولنې لا زیاتو خطرونو سره مخامخ کېږي.» همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوسن فرګوسن ویلي چې عدالت ته لاسرسی د ښځو بنسټیز حق او د هغوی د خوندیتوب او کرامت مهم بنسټ دی. هغې زیاته کړې چې کله ښځې له عدلي بنسټونو څخه محرومې شي، نو د هغوی خوندیتوب، خپلواکي او د مرستې غوښتلو محدود فرصتونه هم زیانمنېږي، په ځانګړي ډول د هغو ښځو لپاره چې له کورني تاوتریخوالي سره مخ وي. د موندنو له مخې، یوازې ۱۴ سلنه ښځو ویلي چې د شخړو حل لپاره رسمي خدماتو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې دا کچه د نارینه وو تر منځ ۵۳ سلنه ده. دغه موندنې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په میاشت کې د کډوالۍ نړیوال سازمان، یوناما او یو اېن وومن له خوا د افغانستان په کچه د حضوري او انلاین سلا مشورو پر بنسټ چمتو شوې دي. په دې سلا مشورو کې له ۸۰۰ څخه ډېرې ښځې او شاوخوا ۱۶۰ نارینه شامل وو. د راپور له مخې، له نیمایي څخه ډېرو ښځو ویلي چې په تېر یو کال کې د دوی لاسرسی رسمي عدلي میکانیزمونو ته نور هم خراب شوی دی.

- Advertisment -spot_img