افغانستان د سیاسي او ټولنیز وضعیت له بدلون وروسته، د افغان ښځو پر ژوند لګېدلي محدودیتونه لا هم د هېواد د کورنیو او نړیوالو بحثونو په سر کې ځای لري. د نجونو د منځنیو او لوړو زده کړو بندیز، د ښځو د کار محدودول او د هغوی د ټولنیز حضور کمېدل هغه مسایل دي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه یې ژورې پوښتنې او اندېښنې راپورته کړې دي. په افغانستان کې ښځې یوازې د کورنۍ غړې نه دي؛ هغوی د راتلونکي نسل د روزنې اساسي غېږ ده. د یوې ټولنې د ټولنیز او فکري جوړښت لومړۍ مرحله په کور کې پیلېږي او د همدې کورونو تر شا د ماشومانو لومړۍ ښوونکې میندې وي. خو د اوسني وضعیت له امله، د ټولنې نیمایي برخه له رسمي تعلیم او مسلکي فعالیت لرې ساتل شوې ده. د طالبانو له بیا واکمنولو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو محرومې شوې او پوهنتونونه هم د ښځینه زده کوونکو پر مخ وتړل شول. سربېره پر دې، د ښځو د کار په برخه کې هم پراخ محدودیتونه ولګېدل، چې له امله یې زرګونه ښځې بې دندو شوې دي. دا وضعیت یوازې د ښځو د حقونو موضوع نه ده، بلکې د هېواد د ټولنیز او اقتصادي جوړښت سره هم تړاو لري. کارپوهان باور لري چې هغه ټولنه چې نیمایي نفوس یې له تعلیم او اقتصاد لرې وي، د دوامدار پرمختګ توان بایلي. د ښځو د کار بندېدل نه یوازې د هغوی شخصي ژوند اغېزمنوي، بلکې د کورنیو اقتصاد هم کمزوری کوي. له بلې خوا، د زده کړو بندیز د افغانستان د راتلونکي بشري پانګې پر جوړښت هم اغېز کوي. په تېرو دوو لسیزو کې په هېواد کې د ښځو د تعلیم او مسلکي حضور کچه لوړه شوې وه، خو اوس دا بهیر درېدلای دی. د دې بهیر دوام کولای شي د افغانستان د علمي او مسلکي ظرفیت پر راتلونکې اوږدمهاله اغېز وکړي. سیاسي اړخ یې هم د پام وړ دی. که څه هم نړیوال خپلې اړیکې د طالبانو سره د افغان ښځو د حقونو او د دوی په درناوي پورې مشروطې کړې، خو کارپوهان وايي نړیوالو هېڅکله پر طالبانو داسې فشار را نه وړ چې دوی له خپلو سخت دریځو تګلارو راګرځوي.



