د ایلن ماسک تر مالکیت لاندې ټولنیزې رسنۍ ایکس (پخوانی ټویټر) اعلان کړی، چې د منځپانګې جوړوونکو لپاره به نوي فرصتونه برابر کړي څو وکولای شي له خپلو پوسټونو څخه مستقیم عاید ترلاسه کړي. د شرکت په وینا، په نویو ځانګړتیاوو کې ځانګړي تارونه (اکسکلوسیف تریډز) هم شامل دي، چې د ګډون پر بنسټ د تادیې د دیوال په توګه به کار کوي. همدا راز یو نوی ډاشبورډ او د شریکولو وړ د ګډون کارتونه هم د کاروونکو لپاره وړاندې کېږي. د دې ځانګړتیاوو هدف دا دی، چې د منځپانګې جوړوونکو لاسرسی زیات کړي او د عاید ترلاسه کولو لپاره نور فرصتونه رامنځته کړي. په دې وروستیو کې ایکس د تادیه شوې همکارۍ نښه هم معرفي کړې، چې پر سپانسر شوو پوسټونو لګېږي. د ځانګړو تارونو ځانګړتیا به په اصل کې د سرپاڼې یا ټیزر پوسټونو په توګه کار وکړي چې یوازې ګډون کوونکو ته به ښکاره کېږي او خلک به ګډون کولو ته هڅوي. د یادونې وړ ده چې په ایکس کې د منځپانګې جوړوونکو د عاید شریکولو پروګرام په ۲۰۲۳ م کال کې په نړیواله کچه پیل شو. د دې پروګرام له مخې کاروونکي کولی شي له خپلو مشهورو پوسټونو څخه عاید ترلاسه کړي او د نوو ځانګړتیاوو له لارې به دا پروګرام هغو کسانو ته چې لا ډېره منځپانګه یا مطالب خپروي ګټور شي.



