د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش، د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ځانګړي پیغام کې ویلي چې د ښځو حقونه په اصل کې د انسان حقونه دي او پر هغوی پانګونه د یوې غوره نړۍ د جوړولو لپاره تر ټولو غوره لار ده. ګوترش په خپلو څرګندونو کې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې پر روان وضعیت نیوکه وکړه او ویې ویل چې په دې برخه کې پرمختګ خورا ورو او نابرابره روان دی. هغه ټینګار وکړ چې اوس د دې وخت رارسېدلی ترڅو نړۍ د هغې برابرۍ لپاره چې ورته سخته اړتیا لري، عملي ګامونه پورته کړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل پیغام کې د نړۍ د بدلون په برخه کې د ښځو او نجونو رول وستایه او زیاته یې کړه: «راځئ نړۍ د ښځو او نجونو لپاره بدله کړو.» دا پیغام په داسې حال کې خپرېږي چې په یو شمېر هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان کې د ښځو پر زده کړو او کار طالبانو سخت بندیزونه لګولي او نړیوال سازمانونه یې د لیرې کولو په هڅه کې دي. دا په داسې حال کې کېږي چې د نړۍ په ډېرو برخو کې لا هم ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې دي. انتونیو ګوترش له تېرو څو کلونو راهیسې په پرله پسې ډول پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د ښځو د ځواکمنولو لپاره مالي او سیاسي ملاتړ زیات کړي، ځکه د هغه په باور د ښځو محرومیت د ټولې نړۍ د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ مخه نیسي.



