دوشنبه, مارچ 9, 2026
دوشنبه, مارچ 9, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسټرالیا کې افغان سفارت: د افغان ښځو زړورتیا باید د نړۍ وجدان راویښ کړي

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان ښځې او نجونې دا ورځ په داسې حال کې نمانځي چې له سختو او ناعادلانه شرایطو سره مخ دي. یاد سفارت په دغه اعلامیه کې چې نن د مارچ اتمه خپره شوې ویلي، په داسې حال کې چې نړۍ د ښځو د لاسته راوړنو، ځواک او زغم ستاینه کوي، خو د افغانستان ښځې او نجونې له داسې وضعیت سره مخ دي چې دردونکی او ډېر ناعادلانه دی. په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې ښځې په بې‌ساري ډول له عامه ژوند څخه ګوښه کړای شوي او په وروستیو کلونو کې د پراخو فرمانونو او محدودیتونو له امله د دوی ډېر بنسټیز حقونه ترې اخیستل شوي دي. د اعلامیې له مخې، د زده‌کړې، کار، ازاد تګ راتګ او په ټولنه کې د ګډون حقونه هغه اساسي ازادۍ دي چې له افغان ښځو او نجونو څخه محدودې شوې دي. اعلامیه زیاتوي چې د وروستیو مقرراتو او عدلي کړنلارو اعلان د دې لامل شوی چې د ښځو پر وړاندې تبعیض لا هم د ورځني ژوند د قوانینو برخه وګرځي او د کنټرول دا سیستم نور هم پیاوړی شي. د اعلامیې له مخې، د دغو اقداماتو ټولګه د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیک تبعیض یوه بېلګه ده چې ښځې او نجونې په نښه کوي. په اعلامیه کې د بشري حقونو د نړیوالو کارپوهانو نظر ته هم اشاره شوې چې ویلي یې دي دا ډول پالیسۍ ښايي د جنسیتي اپارتاید بڼه خپله کړي، ځکه ښځې له عامه ژوند څخه جلا کوي او د زده‌کړې، کار، ازاد تګ راتګ او ټولنیز ګډون له برابرو فرصتونو یې محروموي. په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې سره له دې فشارونو، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ښځو خپل غږ پورته کړی او د حقونو او کرامت د غوښتنې لپاره یې اعتراضونه کړي دي، که څه هم دا کار ډېری وخت د ګواښ، نیولو او ځورونې له خطر سره مل وي. وروسته په اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغان ښځو زړورتیا باید د نړۍ وجدان راویښ کړي، خو په عین حال کې ډېرې افغان ښځې دا احساس لري چې یوازې پرېښودل شوې دي. د اعلامیې په وینا، که څه هم نړیوالې ټولنې د اندېښنې څرګندونې کړې دي، خو د افغانستان دننه ډېری ښځې د عملي اقدام نشتوالی احساسوي.

- Advertisment -spot_img