د اسراییل له خوا د لبنان په بېلابېلو سیمو کې د پراخې تخلیې د امر له صادرېدو وروسته اټکل کېږي، چې د بېځایه شویو شمېر په چټکۍ سره زیات شي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګروملتونو یوه چارواکي ویلي، چې تر اوسه شاوخوا ۱۰۰ زره کسان په ۴۷۷ ډلهییزو پناهځایونو کې مېشت شوي او د دغو پناهځایونو ظرفیت په چټکۍ سره ډکېږي. د اسرائیل او حزب الله ترمنځ جګړه نوره هم شدیده شوې ده. د اسراییل پوځ د بیروت د جنوبي لمنو، د بقاع درې او د لبنان د جنوبي سیمو اوسېدونکو ته امر کړی، چې خپلې سیمې پرېږدي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د مرستو سرچینې ډېرې محدودې دي او د ۲۰۲۶ م کال لپاره د لبنان د مرستو له ۱.۶ میلیارده ډالرو غوښتنې څخه تر اوسه یوازې ۲۰ سلنه برابرې شوې دي. د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د اسراییل په بریدونو کې ۱۲۳ کسان وژل شوي او ۶۸۳ نور ټپیان شوي دي. ملګرو ملتونو د تاوتریخوالي د فوري کمېدو او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د رعایت غوښتنه هم کړې ده.



