د ۲۰۲۶ م کال شل اووریز نړیوال جام ستره پایلوبه د هند او نیوزیلينډ ترمنځ سبا یکشنبې ترسره کېږي. دا په شل اووریز نړیوال جام کې لومړی ځل دی، چې کوربه دې تر پایلوبې ورسېږي. تر دې دمه لس نړیوال شل اووریز جامونه ترسره شوي، چې نیوزیلينډ په کې یوځل هم نړیوال جام نه دی ګټلی او هند دوه ځلې نړیوال شل اووریز جامونه ګټلي. د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام ستره پایلوبه د هند او نیوزیلينډ ترمنځ سبا یکشنبې، د مارچ ۸مه کېدونکې ده. دغه ستره پایلوبه د هند په کوربه توب ۶بجې ترسره کېږي. هند د کرېکټ نړیوال شل اووریز جام په دویمه نیمه پایلوبه کې انګلنډ ته د ۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه. هندۍ لوبډله له نیوزلينډ څخه را وروسته دویمه لوبډله شوه چې د روان نړیوال جام پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه. د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام د اته غوره پړاو ته هند، پاکستان، سریلانکا، نیوزیلانډ، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، انګلستان او زمبابوې لوبډلو لاره پیدا کړې وه، چې هند، نیوزیلينډ، سویلي افریقا او انګستان یې نیمه پایلوبې ته ورسېدل. بلخوا افغانستان هم دغه جام کې ونډه اخیستې وه، چې ګروپي پړاو کې د دوو برایاوو او دوو ماتو سره یې ونشو کړی بل پړاو ته لار پیدا کړي.



