د پخواني جمهوري حکومت د چارو د ادارې رئيس فضل محمود فضلي ويلي، په سړو سيمو کې د نوي ښوونيز کال پيل داسې مهال کېږي، چې لا هم شاوخوا شل ميليونه نجونې له زدهکړو بېبرخې دي. نوموړي نن پر خپله ايکسپاڼه ليکلي: «په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال پیلېدل او د ملي وجدان ازموینه راتلونکې اوونۍ د افغانستان په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیلېږي. په عادي شرایطو کې دا باید د خوښۍ، هیلو او راتلونکې د جوړېدو موسم وای؛ خو اوس په داسې حال کې پیلېږي چې د افغانستان شاوخوا شل میلیونه نجونې او مېرمنې لا هم له زده کړو او کار څخه محرومې دي.» نوموړی ويلي، دا محرومیت یوازې یو اداري بندیز نه دی، بلکې د یوې ټولنې پر فکري راتلونکې د اوږدمهاله ضربې په معنا دی. فضلي وايي، د افغان نجونو او مېرمنو دا دوامداره محرومول فکري نسلوژنه ده، چې د نوموړي په ټکو هغه نسلوژنه چې اوس پنځم کال ته داخله شوې ده. فضل محمود فضلي ليکلي: «حاکمه ډله ښايي د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل خپله بریا او ویاړ وبولي، خو د ټولنې او د غیرطالب سیاسي او فکري جریانونو لپاره دا د ژورې ناکامۍ څرګنده نښه ده. یوه ټولنه چې نیم نفوس یې له پوهې، کار او ټولنیز مشارکته بېبرخې شي، نه یوازې خپل راتلونکی کمزوری کوي، بلکې د ملي دفاع او ملي اجماع بنسټونه هم زیانمنوي.» هغه د طالبانو او پاکستان وروستيو شخړو ته هم اشاره کړې او ليکلي يې دي: «په ورته وخت کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا او ملي تمامیت تېرۍ نوې خبره نه ده. دا د اوږدې تاریخي سلسلې برخه ده، له سیاسي مداخلو او نیابتي جګړو نیولې تر هغې پورې چې مجاهدین او طالبان یې وزیږول، هم د پاکستان نفوذ او لاسوهنه وه.» هغه ويلي، پر افغانستان د بېلابېلو تېريو د مخنیوي یوازینۍ لار ملي دفاع ده او ملي دفاع یوازې د وسلو په زور نه رامنځته کېږي؛ بلکې د ولسي اجماع، کورني مشروعیت او د ټولنې د ټولو قشرونو په ګډون رامنځته کېږي. افغانستان کې ښوونيز کال ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، خلک لا هم هيله لري، چې د نوي کال له پيل مخکې به طالبان د نجونو د ښوونځيو د پرانيستو اجازه ورکړي، هغه هيله چې د هر کال پيل کې يې خلک لري، خو لا هم طالبانو د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه څه نهدي ويلي.



