شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سږ کال پاکستان کې ۲۰ افغان خبریالان نیول شوي

د بې‌پولې خبریالانو بنسټ (RSF) راپور ورکړی، چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۶ م کال له پيل راهیسې شاوخوا ۲۰ افغان خبریالان نیولي او ځینې یې په جبري ډول افغانستان ته لېږلي دي. د ياد بنسټ د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ له ۲۷مې راهیسې د افغانستان او پاکستان د کړکېچ په زیاتېدو سره په پاکستان کې د افغان خبریالانو نیول او ځورول زیات شوي، چې د دوی له لوري د پاکستاني حکومت دا اقدام غندل شوی دی. د بې‌پولې خبریالانو بنسټ همدا راز ویلي چې په تېرو دوو اوونیو کې نږدې ۱۵ خبریالان په جبري توګه افغانستان ته لېږل شوي هم دي. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د افغان ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښتې پيل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه خطرناک پړاو ته داخله شوې ده. د راپورونو له مخې؛ د دې جګړې له امله تر دې دمه سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ‌شمېر نور ټپیان دي. د اسلامي علماو د نړیوال اتحاد مشر، علي محی‌الدین القره‌داغي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانې جګړې د حراموالي فتوا ورکړې او له دواړو لوریو یې غوښتي، چې په بېړني ډول دې دا جګړه پای ته ورسوي.

- Advertisment -spot_img