د «ښځو د آزادۍ فانوس» غورځنګ د مارچ اتمه، د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان ټولو ښځو ته مبارکي ویلې او ټینګار یې کړی، چې دا ورځ د عدالت، برابرۍ، آزادۍ او د انساني کرامت لپاره د مبارزې سمبول دی. ياد غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په داسې حال کې چې افغان ښځې له پراخو محدودیتونو او محرومیتونو سره مخ دي، دوی د دې وضعیت پر وړاندې چوپتیا نه مني او د ښځو لپاره د زدهکړو، کار، آزادۍ او باعزته ژوند ته د برابر لاسرسي غوښتنه کوي. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د ښځو له فعال او آزاد ګډون پرته نه پرمختګ شونی دی او نه هم تلپاتې سوله رامنځ ته کېدای شي. د مارچ اتمې په مناسبت «د ښځو د آزادۍ فانوس» غورځنګ شعار دی: «د عدالت چیغه، د افغانستان د ښځو غږ- د آزادۍ، انساني کرامت او روښانه راتلونکې لپاره.» د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ په داسې حال کې را رسیږي، چې په افغانستان کې د ښځو ټول انساني حقونه تر پښو لاندې شوي او د یادې ورځې په اړه یادونه هم جرم ګڼل کیږي.



