ملګرو ملتونو راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان وروستیو نښتو کې د یوې اوونۍ د جګړې له امله تر اوسه له ۱۰۰ زرو څخه ډېر کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي. په ورته وخت کې د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې د دوی ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان په ۲۴ پوځي مرکزونو ځوابي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د پاکستان ۱۴ پوستې ویجاړې او یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) هم راغورځول شوې ده. بلخوا، پاکستاني سرچینو ادعا کړې، چې د کندهار په ګډون یې په ځینو سیمو کې هوایي بریدونه ترسره کړي دي. د سیمې اوسېدونکي وایي چې نښتې ډېری وخت د ماښام له لمانځه او روژه ماتې وروسته پیلېږي، چې له امله یې د ملکي خلکو کورونه په نښه کېږي. ملګري ملتونه ويلي؛ په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۵ زره کسان او په پاکستان کې ۳ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.



