د ترکمنستان حکومت غواړي روان ۲۰۲۶ میلادي کال کې د برېښنا تولید زیاتولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې د روان د ۲۰۲۶ میلادي کال پر مهال د برېښنا تولید برخه کې کورنۍ پانګونه کوي څو وکولای شي ګاونډیو هېوادونو ته د برېښنا صادرات لوړ کړي. دغه هېواد ویلي چې د برېښنا برخه کې د پانګونې د ملي سټراتیژۍ موخه یې د صادراتي برېښنا برخه کې د پانګونې پیاوړي کول دي. د ترکمنستانۍ رسنیو د راپور له مخې، هېواد به یې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان شمالي ولایتونو بالا مرغاب، خماب او قرقین ولسوالۍ هم له برېښنا سره ونښولي. دغه هېواد د کورني پرمختګ په برخه کې پلان لري، چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې د مري ښار او د ایران مشهد ترمنځ د لوړ ولټاژ برېښنا لېږد مزي جوړ کړي. د ترکمنستان حکومت وايي د شته برېښناکوټونو د عصري کولو او د نویو تولیدي واحدونو د جوړولو له لارې د کورني تقاضا پوره کولو ترڅنګ غواړي ځان د سیمې د انرژۍ په مهم مرکز بدل کړي.



