جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یلدا حکیم د برېتانیا شاهي ټلوېزيون د کال غوره ویاندې جایزه ګټلې

افغان الاصله- اسټرالیایۍ یلدا حکیم چې په سکای نیوز شبکه کې د نړیوال خبري پروګرام «نړۍ له یلدا حکیم سره» ویانده ده، د شاهي ټلوېزیوني ټولنې(Royal Television Society) له خوا د «کال غوره ویاندې» جایزه ترلاسه کړه. د دې جایزو د ارزونې کمېټې ویلي، آغلې حکیم د خپل آرام چلند، ژور لید او پر ټلوېزیوني سکرین د پیاوړي حضور له امله یو استثنایي کال تېر کړی دی. یلدا حکیم تر دې وړاندې هم له څو نړیوالو رسنیو سره د کار تجربه لري. نوموړې همداراز د استرالیا د ځوانو خبریالانو جایزه او د ملګروملتونو د رسنیو د سولې جایزه هم ګټلې ده. یلدا حکیم په افغانستان کې زیږېدلې ده او په ۱۹۸۶ز کال کې له خپلې کورنۍ سره استرالیا ته کډواله شوه. د هغې لومړنی ویډیويي راپور «د یلدا کابل» نومېده چې په ۲۰۰۸ز کال کې کابل ته د سفر پر مهال د SBS شبکې د «Dateline» پروګرام لپاره چمتو شوی و. د حامد کرزي په ګډون ګڼ شمېر هيوادوالو یاده بریا الهام‌بخښونکې بللې او د آغلې حکیم له هڅو د ستاینې ترڅنګ یې د نوموړې د لاسته راوړنې په اړه یې هغې او د افغانستان ټولو رسنیزو فعالانو ته مبارکي ویلې ده.

- Advertisment -spot_img