د امریکا د استازو جرګې غړي رایان زینکي له افغانستانه د وتلو پر مهال د امریکایي وسلو د پرېښودو له امله د دغه هېواد پر پخواني ولسمشر جو بایډن سخته نیوکه کړې ده. زینکي وایي، اوس دغه وسلې د طالبانو د غړو له لوري پاکستان کې د بې ګناه خلکو د وژلو لپاره کارول کیږي. هغه زیاته کړې چې افغانستان کې د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت امریکایي وسلې پرېښودل شوي او اوس د وسلهوالو ډلو لاس ته ورغلي دي. د رایان په خبره، دغه وسلې د ازادۍ لپاره وې خو اوس د تاوتریخوالي د خپراوي لپاره کارول کیږي. دغه امریکایي استازي ویلي ، ټرمپ بیا د تمویل پرځای د ترهګرو ډلو د ځپلو تګلاره غوره کړې ده.



