د کابل ښار اوسېدونکو په یوه پرېکړهلیک کې پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم تېری وغنده او له طالبانو څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ. دوی وایي، چې د افغانستان مسلمان ملت د وینې تر وروستي څاڅکي د خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي. د کابل یو تن قومي مخور حاجي سخيالله حقاني د پاکستاني متجاوزو عسکرو د تېري په غبرګون کې د یوې غونډې پرمهال ویلي، نړۍ ته معلومه ده چې پاکستان تل د افغانستان په چارو کې لاس وهنه او تېری کړی دی. دغهراز نوموړي زیاته کړه، چې پاکستان د افغانستان په ګډون د ټولې منځنۍ اسیا لپاره د سرطان د دانې په څېر دی. همدارنګه د اهل تشیع اوسېدونکو استازي ویلي؛ افغانان لسيزې د اشغالګرو پر وړاندې درېدلي او غاښ ماتوونکی ځواب یې ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد د په بېلابېلو ولایتونو کې د پاکستاني پوځي رژیم پر وړاندې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د غاښ ماتونکو ځوابي بریدونو ملاتړ کړی او د دې خاورې د دفاع لپاره یې چمتووالی ښودلی دی.



